انصار: (د وږی ۲۶مه)، رویټرز خبري اژانس د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې په حواله لیکلي، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې بلې هڅې روغ وتلی دی.
رویټرز خبري اژانس زیاته کړې چې د نوموړي د ترور دغه هڅه تېره ورځ یکشنبه د سپتمبر په ۱۵مه په فلوریدا کې د ټرمپ د ګلف کورس نه د باندې شوې ده.
سرچینې که څه هم خبر کې د ټرمپ د وژلو د هڅې نور جزیات نه ي ورکړي خو خو رویټرز په پولیسو کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې،له کورس نه د باندې ډزې شوې دي.
د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مسوولينو هم ویلي، نوموړی هغه ته نژدې له شویو ډزو روغ وتلی دی.
په ورته مهال CNN ټلوېزیون د فلوریدا د ځایي چارواکو له قوله ویلي، چې مشکوک برید کوونکی نیول شوی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ د ترور له پيښې روغ ووځي؛ تر دې وړاندې د تېرې جولای میاشتې په نیمایي کې په پنسلوانیا کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ټرمپ ډزې وشوې، خو هغه مهال نوموړی په غوږ ټپي شو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33472